د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د ایډز درملنې شپږ نوي مرکزونه


په خیبر پښتونخوا کې د اېډز کنټرول اداره وايي، په صوبه کې یې د ناروغۍ د درملنې شپږ نوي مراکز پرانیستي دي.

د دې ادارې مشر ډاکتر سلیم تېر مازیګر مشال راډیو ته وویل، پخوا یوازې په پېښور او کواټ کې د اېچ ای وي اېډز د ناروغانو د رجسټرېشن او درملنې مرکزونه ول.

ډاکتر سلیم وویل، په خیبر پښتونخوا او قبایلو کې له پینځه زره څخه زیات کسان اېچ ای وي یعنې د اېډز د ناروغۍ وایرس لري خو په دوی کې یوازې شاوخوا ۳۵۰۰ کسان له دوی سره رجسټر دي.

ده وویل، اېډز ناروغي ټول عمر درملنې ته ضرورت لري. ډاکتر سلیم زیاته کړه چې په مریضانو کې زیاتره د پېښور او د هغو قبایلي سیمو دي چې له هېواده بهر یې مزدوري کړې ده. نن په ټوله نړۍ کې د اېچ ای وي اېډز په اړه د اګهۍ او د دې د مخنیوي ورځ لمانځل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG