د لاسرسي ځای

د کرویشیا «خرواتیا» د دولتي ټلوېزیون په وینا، په پخوانۍ یوګوسلاویا کې د کورنۍ جګړې پرمهال، بوسنیايی کروټ ځواکونو قوماندان ساه ورکړه.

سلوبودان پرالياک د پخوانۍ یوګوسلاویا لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې جنايي محکمې په شل کاله بند سزا کړی و چې ده یې پروړاندې خواست کړی وو.

سلوبودان پرالياک د چارشنبې ورځ د محکمې په غونډه کې د حکم تر اعلان وروسته نارې کړې چې مجرم نه دی او یو بوتل يې پرغاړه واړاوه چې د هغه په وینا له زهرو ډک و.

سلوبودان پرالياک نارې کړې چې "سلوبودان پرالیاک جنګي جنایت نه دی کړی، زه ستاسو حکم ردوم."

هغه وروسته یو بوتل پر غاړه واړاوه او ويې ویل:"ما زهر وڅښل."

له دې سره سم، د محکمې غونډه لغو شوه او سلوبودان پرالیاک د محکمې له خونې وایستل شو.

د محکمې یوه ساتونکي خبریالانو ته وویل چې پرایلاک ژوندیاو تر طبي څارنې لاندې دی.

سلوبودان پرالياک څلور کاله مخکې دملګرو ملتونو ځانګړې جنايي محکمې په نوولس سوه دري نویم مېلادي کال کې په موستار ښار کې د یوه تاریخي پله د نړولو او جنګي جرمونو له امله تر شل کاله زندان سزا اورولې وه.

سلوبودان پرالياک د استېناف غوښتنه کړې وه چې هغه هم رد شوه.

په بوسنیا کې د "ستاري موست" په نوم تاریخي پل په شپاړسمه پېړۍ کې پر سیمه د عثماني امپراطورۍ د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی و.

سره له دې چې د کرویشیا دولتي ټلوېزیون ویلي چې سلوبودان پرایلاک مړ شوی، د هالنډ پولیسو دا خبر لا نه دی تائید کړی.

سلوبودان پرالياک ۷۲ کلن و.

XS
SM
MD
LG