د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغان نجونې د جګړې له کبله ښونځیو ته نه ځي'


د بشري حقونود څارنې نړیوال سازمان [هیومن رایټس واچ] وايي چې په افغانستان کې د جګړې له امله زیاتې نجونې ښوونځیو ته له تګه محرومې شوې دي.

په یاد سازمان کې د ښځو د چارو ځانګړې څېړونکې هېدر بار د دوشنبې پر ورځ په یوه رپوټ کې لیکلي چې په افغانستان کې نجونې ښوونځیو ته د تګ په وخت کې له خطر سره مخامخ دي او حکومت باید د هغوی د خوندیتوب لپاره زیات کار وکړي.

په رپوټ کې ویل شوي چې تېزابي حملې، تښتونې، پر ښوونځیو او د معارف پر کارکونکو حملې،د نجونو لپاره د ښوونځیو نېشتوالی او د وسله والو طالبانو له لوري ګواښونه د نجونو د تعلیم په وړاندې پرتې ستونزې دي.

افغانستان د نړۍ په هغو لسو هېوادونو کې دی چې پکې، د نجونو پر تعلیم محدودیت زیات دی.

د افغانستان ترڅنګ د هند، پاکستان، نایجریا، مالي، سومالیا، یوګندا او یمن هغه هېوادونه دي چې د نجونو لپاره تعلیمي ستونزې د نورې نړۍ په پرتله زیاتې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG