د لاسرسي ځای

د روزن په نوم غیرسرکاري ادارې په خپل یو تازه رپوټ کې ویلي دي چې په پاکستان کې ۳۶ فیصده ښځې د تشدد ښکار دي.

د ۲۰۱۷ م کال لپاره په خپاره شوي دې رپوټ کې ویل شوي چې په پاکستان کې پر ۲۶ فیصده ښځو نفسیاتي تشدد کیږي او نورې ۳۰ فیصده ښځې له اقتصادي تشدد سره مخ شوي دي.

د ادارې د خیبر پښتونخوا مشرې شمایله کوثر د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې له ښځو سره له زیږېدو سره سم د تشدد لړۍ پیل شي او په تعلیم او روزګار کې د صنفي برابرۍ خیال نه ساتل کیږي.

د شمایله کوثر په وینا ، د دې له کبله د ښځو د پرمختګ مخه نیول شوې ده.

XS
SM
MD
LG