د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وايي،په لومړي ځل په نړیوالو سیالیو کې ښځینه وزن پورته کوونکو ته د ګډون اجازه ورکوي.

د ایران د وزن پورته کوونکو لوبغاړیو فېډرېشن مشر علي مرادي تېر مازیګر وویل، دوی په فېډرېشن کې د ښځو کمېټۍ جوړه کړې او باصلاحیته ښځینه لوبغاړې لري.

ده وویل، دا ښځې د سړیو په څېر وړتیاوې لري او ((هیله من دی چې په نېږدې راتلونکې کې به د مسلمانو لوبغاړیو په ځانګړو جامو کې په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.))

ایران د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې پکې د وزن پورته کوونکو پخوانی دود موجود دی او سړیو یې روانه پېړۍ په اولمپېک لوبو کې د سرو زرو اووه مېډالونه ګټلي دي.

د وزن پورته کوونکو نړیوال فېډرېشن د دې خبر هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG