د لاسرسي ځای

ازربایجان وايي، د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې افغانستان ته اضافي سرتېري استوي.

د ازربايجان ولسمشر الهام عليیېف تېره ورځ په برسلز کې د ناټو له مشر ینز ستولتنبرګ سره تر خبرو وروسته په ګډه خبري غونډه کې ژمنه وکړه چې افغانستان ته به نور سرتېري هم واستوي.

ستولتنبرګ وویل، په افغانستان کې د باکو د پوځي ونډې ستاینه کوي:

((موږ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ له ماموریت سره ستاسې د دوامداره ملاتړ مننه کوو چې تاسې یې د سرتېرو، ټرانزېټ او د افغان ملي امنیتي ځواکونو د تمویل په برخه کې کوئ.))

ازربایجاني ولسمشر دا و نه ویل چې څومره اضافي سرتېري افغانستان ته استوي خو دا مهال د هغه هېواد ۹۴ پوځیان په افغانستان کې دي.

په اګست کې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې نوې ستراتیژۍ د اعلان پر وخت د ناټو له غړو او ملګرو هېوادونو څخه هلته د اضافي سرتېرو د استولو غوښتنه کړې وه.

د امریکا د دفاع وزارت تېره اوونۍ وویل، شاوخوا ۳۰۰۰ اضافي سرتېري یې افغانستان ته لېږدولي دي.

XS
SM
MD
LG