د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لبنان وزیر اعظم سعد حریري استعفا وځنډل شوه


د لبنان وزیراعظم سعد حریري بیروت ته په رسیدو خپلو ملاتړو ته د وینا په وخت اعلان کړی دی چې د اوس لپاره خپله استعفا بیرته اخلي.

نوموړي زیاته کړه هغه غوښتل چې د قامي سیاسي بحران پر وخت د هېواد د استحکام حفاظت وکړي.

د چارشنبې پر ورځ له فرانسې بیروت ته تر ستنېدو وروسته سعد حریري خبریالانو ته وویل، د خپلې استعفا په معامله يې د هېواد له ولسمشر سره خبرې کړي دي او هغه ورته ویلي دي چې دغه پرېکړه وځنډوي.

سعد حریري د نومبر په څلورمه نېټه په سعودي عرب کې د خپلې څوکۍ پرېښودو د اعلان په وخت ویلي ول چې ژوند ته يې خطره ده.

هغه د ایران پلوه حزب الله ډلې پر وسله والو د لبنان ناکرارولو تورونه پوری کړي ول.

د هغه د اعلان وروسته لبنان له اړي ګړي سره مخ وو.

ایران او حزب الله د سعودي عرب او امریکا لخوا په مینځني ختیځ کې د بیقرارۍ پیدا کولو لپاره یاغي ډلو ته د وسلو ورکولو تورونه رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG