روس وايي، دوی په افغانستان کې د نشيي موادو د پیداوار پر کارخانو د امریکايي او افغان هوايي ځواکونو د بمباریو هرکلی کوي.
اینټرفیکس خبري اژانس د روس بهرنیو چارو د وزارت له حوالې لیکلي چې د طالبانو د افیمو پر کارخانو بمباري د افغانستان پر حالاتو مثبت اغېز کولای شي او روس د نشيي موادو پرضد د امریکا د دا ډول ګامونو هرکلی کوي.
اژانس د روس د یادې سرچینې له خولې زیاتوي، ماسکو تیار دی چې په افغانستان کې د نشيي توکیو د پیداوار او قاچاق پرضد له واشينګټن سره په شریکه د اقداماتو په اړه بحث وکړي.“
روسي چارواکي دا څرګندونې له هغه وروسته کوي چې په دا وروستیو کې په افغانستان کې امریکايي ځواکونو په هلمند کې د نشيي موادو پر کارخانو بریدونه وکړل.