د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې پر ښځو د تشدد مخنیوي لپاره کمپاین پیل شوی


د افغانستان ښځو چارو وزارت د پالیسۍ مرستیالې سپوږمۍ وردګ ویلي چې په پېل شوي ۱۶ ورځني کمپاین کې به خلکو ته د ښځو د حقونو په اړه معلومات ورکړل شي.

د ننګرهار ولایت د خبرپاڼې په حواله، د ښځو چارو وزارت د پالیسۍ مرستیالې دا خبرې د دوشبنې پر ورځ د ننګرهار، کونړ، لغمان او بامیان ولایتونو د ښځو ټولنیز او حقوقي وضعیت د څېړنې ځانګړیو کمېسونونو غونډې ته کړې دي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ملاتړ کورنۍ او نړیوالې ادارې د ښځو پرضد د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښنه لري.

د امنیت خرابوالی او ټولنیز محدودیتونه په افغانستان کې د ښځو حقوقي وضعیت ښه کېدو پروړاندې لوی خنډونه بلل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG