د لاسرسي ځای

چارواکي وایي، د پاکستان په جنوب کې د یوه میني بس او په سکرو [کویلې] بار لارۍ مخامخ ټکر خوړلی چې لږ تر لږه ۲۰ تنه پکې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

پولیسو وویل، دا پېښه نن دوشنبه د سند صوبې د خیرپور سیمې په یوه لار کې شوې ده.

د رب نواز په نوم د پولیسو یوه افسر وویل، د مړیو شمېر ښایي تر دې زیات شي، ځکه د یو شمېر ټپیانو وضعیت خطرناک دی.

نواز وویل، لومړنۍ څېړنې ښیي چې دغه پېښه د سهارني ګړځ یا لړو له کبله شوې چې ښايي د ډریورانو لید یې خراب کړی وي.

په پاکستان کې د لارو او موټرو د خراب وضعیت او د خونديتوب د نورمونو او د ډرېورانو له‌خوا ټرافیکي اصولو ته د نه‌ پاملرنې له امله، اکثره وختونه ټرافیکي پېښې کېږي چې له امله‌ یې په کال کې له ۵ زرو زیات کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

XS
SM
MD
LG