د لاسرسي ځای

راپورونه وايي، د ملک واکمن ګوند رابرټ موګابی د ګوند له مشرتابه څخه لرې کړی دی. د ZANU-PF په نوم دغه ګوند د اتوار په ورځ یوه بیړنۍ غونډه کې دغه پرېکړه کړېده او د موګابی پر ځای یې ایمرسن مننګاګوا Emmerson Mnangagwa پر دغه منصب ټاکلی دی.

د ګوند نوی ټاکل شوی مشر پخوا د ګوند مرستیال و خو په دې وروستیو کې له دندې لرې کړل شوی و. راپورونه دا هم وايي چې د ښاغلي موګابی مېرمن ګریس هم له ګونده ویستل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې، زرګونه کسان د پوځ د ملاتړ لپاره، د پلازمېنې هراری لارو او سرکونو ته وتلي وو او له زېمبابوی څخه د رابرټ موګابی د ویستلو شعارونه یې ورکول.

دزېمبابوې ولسمشر رابرت موګابې د تېرې چهارشنبې له ورځې راهیسې د پوځ له لوري په خپل کور کې نظر بند دی. د هغه مېرمن ګرېس موګابې او یوشمېر متحدان هم نیول شوي او نظر بند دي.

۹۳ کلن رابرټ موګابی د ۱۹۸۰ کال راهېسې د زېمبابوی مشري کوله.

XS
SM
MD
LG