د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوسوو اپوزیشن غړو ته د قيد سزا ورکړل شوې


په کوسوو کې يو عدالت د يو پارلېماني غړي په ګډون له اپوزیشن سره تعلق لرونکو څلورو غړو ته د قيد سزا اورولې ده.

دې سیاستوالو ته دا سزا تير کال په سر ښار پرېشټينا کې د پارلېمان په وداني په بريدونو کې د برخې اخستو په جرم کې ورکړل شوې ده.

عدالت دغو کسانو ته له دوو کالو تر اتو کالو د بند سزا ورکړې ده.

تير کال د اګست د مياشتې پر څلورمه نېټه د کوسوو پارلېمان پر ودانۍ يو راکټ توغول شوی وو خو هېڅ څوک پکې نه وو ژوبل شوی.

چارواکو دغې حملې ته يو ترهګريزه پېښه ويلي وو.

له اپوزيشن ګوند سره تعلق لرونکي د پارلېمان غړي فريشر کراسنيګي ته د اتو کالو د قيد سزا اورول شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG