د لاسرسي ځای

ملګرو ملتونو په کابل کې پرونۍ ځانمرګې حمله غندلې چې پکې ۱۰ کسان ووژل شول.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما تېر ماښام په یوه بیان کې د ملکي وګړو په نښه کولو غندنه کړې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مشر ځانګړي استازي تدامېچي یاماموتو دا برید ترهګر عمل او د نړیوالو قوانینو جدي سرغړونه بللې.

امنیتي چارواکي وايي، د پنجشنبې پر ورځ د کابل په څلورمه امنیتي حوزه کې یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د قصر نوین په نوم تالار ته ورننوځي چې پکې د بلخ والي عطا محمد نور ستاینغونډه روانه وه.

د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو چې د بریدګر مخه ونیوله نو هغه چاودنه وکړه چې پکې اووه پولیسان او درې ملکي وګړي ووژل او ۱۱ ژوبل شول.

اسلامي دولت ډلې د حملې ذمه واري منلې.

XS
SM
MD
LG