د لاسرسي ځای

د روسیې شپږو جنګي الوتکو چې له روسیې يې الوت کړی دی او د شام په دیرالزور صوبه کې يې د اسلامي دولت وسله وال په نخښه کړي دي.

د روسیې د دفاع وزارت دچارشنبې پر ورځ ویلي دي، دغه جنګي الوتکو په دیرالزور صوبه کې د البوکمال ښارګوټي خواته د اسلامي دولت ځایونه په نښه کړي دي.

په هوایي برید کې د داعش وسله وال,د وسلې ذخیره او بکتربند ګاډي له مینځه تلي دي.

د دفاع وزارت په وینا الوتکې بیرته روغې خپل هېواد ته ستنې شوې دي.

XS
SM
MD
LG