ټاکل شوې ده چې د دوه شاهین په نوم دا پوځي تمرینونه د نومبر پر ۱۷مه نېټه د بلغراد په بتاینڅکا هوايې اډه کې ترسره شي.
په اروپا کې د امریکا د پوځ قومندانی پرون وویل چې دا تمرینونه د سربیا د حکومت په غوښتنه ترسره کېږي.
دوی وايي د دې تمریناتو هدف دا دی چې د سربیا او امریکا خپلمنځي اړیکې ټینګې شي، خپلمنځيو ګټو ته وده ورکړل شي، په سیمه کې له امنیت او سولې سره مرسته وشي.
په دې تمرینونه کې د سربیا هوايې پوځ سل سرتېرې او په جرمني کې میشت د امریکا پوځ دوه سي ون ۳۰ ډوله الوتکې او د هغې عمله ګډون کوي.
ناټو او سربیا په ۲۰۰۶ کال کې د سولې او یورو اټلانټیک په شورا کې د سربیا تر شاملیدو وروسته په دوامداره توګه په خپلو کې همکاري زیاته کړې ده.