د لاسرسي ځای

تازه خبر

عرب لیګ پر ایران بېړنۍ غونډه کوي


د عربي هېوادونو ټولنه [عرب لیګ] به په روانه اونۍ کې په قاهره کې د سعودي عرب په غوښتنه یوه مهمه غونډه کوي او پکې به په سیمه کې د ایران سرغړونو په اړه بحث کوي. دا خبر فرانس پرېس خبري اژانس د خپلو ترلاسه کړیو معلوماتو په حواله ورکړی.

په دا وروستيوو کې د ایران او سعودي عرب ترمنځ اړيکې ډېرې خرابې شوې دي.

په قاهره کې د عرب لېګ ټولنې د غونډې د ترسره کولو هدف پر ریاض د نومبر پر څلورمه د یمن د حوثي یاغیانو له خوا د راکټي حملې څېړل یاد شوي.

د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان ایران تورنوي چې د یمن حوثي یاغیانو ته د بيليسټیک توغندیو په ورکولو سره د سعودي عرب ضد نېغ په نېغه پوځي تېری کوي. خو ايران دا تور بې بنياده بللی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG