د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ايران - عراق پوله زلزلې سلګونه وژلي، زرګونه ژوبل


په ايران کې چارواکي وايي، د عراق او ايران له پولې سره نېږدې په زوروه زلزله کې له ۳۳۰ زیات کسان وژل شوي او تر ٢٥٠٠ ډېر نور ټپيان شوي دي.

د ايران د کورنيو چارو وزارت تر دې مخکې ويلي ول، زيات کسان په کرمان شاه ولايت کې وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې د ریښتر په کچه ٧ اعشاريه درې درجې زلزلې ټکانونه يې په ټوله سيمه کې له ترکيې نيولې تر کويت پورې محسوس شوي دي دي.

د ايران په ګاونډ عراق کې بيا چارواکي وايي، په زلزله کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او تر ٣٢٠ زيات نور ټپيان شوي دي.

د عراق کورنيو چارو وزارت وياند بريدجنرال سعد معن وويل، دغه زیانونه د عراق شمال په کرد مېشته سيمه کې خلکو ته اوښتي دي.

ایران کې زلزله ځپلي
ایران کې زلزله ځپلي

د امريکا د جيولوژيکي سروې اداره وايي، د زلزلې مرکز د عراق د شمال ختيځ په ٣٢ کيلومټرۍ کې تر ځمکې لاندې ٣٣ اعشاريه ٩ کيلومټره ژور وو.

د تهران پوهنتون د زلزله پوهنې مرکز ويلي، زلزله تېره شپه پر ځايي وخت ٩ بجې او ٤٨ دقيقې وشوه.

د ايران دولتي اژانس ايرنا د چارواکو په حواله راپور ورکړى چې خبردارى يې ورکړى، د مرګ ژوبلې شمېر ښايي لوړ شي.

د ایران او عراق زلزله په انځورونو کې

دوى ويلي چې د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې کارکوونکو نن سهار وختي خپل کارونه پيل کړي دي.

په کرمانشاه کې د عراق د سرحد په ١٥ کيلومترۍ کې سرپل دهاب ښارګوټى ډېر ځپل شوى چې راپورونه وايي، په لسګونو کسان په کې مړه شوي دي.

د عراق د زلزلې ویډیو
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:10 0:00

ايراني چارواکي وايي، د ايران سرحدي ښارګوټى قصر شيرين هم سخت ويجاړ شوى دى او د ژغورنې کارکوونکي وايي د برېښنا د نشتوالي له کبله د دوى کارونه سخت شوي دي.

ايت الله علي خامنه اي

د ايران لوى مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي له دولتي ادارو غوښتنه کړې چې له اغېزمنو شويو کسانو سره د مرستې او د هغوى د ژغورنې لپاره ټولې ممکنه هڅې وکړي.

حسن روحاني

د ايران دولتي اژانس د ولسمشر حسن روحاني په حواله راپور ورکړى چې د ايران د کورنيو چارو له وزارت څخه يې غوښتي د قربانيانو د مرستې لپاره ډېرې هڅې وکړي.

حيدر العبادي

د عراق د صدراعظم دفتر ويلي چې صدراعظم حيدر العبادي د خپل هېواد د ملکي دفاع ډلې او اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د دې طبيعي افت په وړاندې مناسب اقدام وکړي.

عبدالله عبدالله

د نړۍ ځينو مشرانو د دې پېښې په اړه عکس العمل څرګند کړى دى، د افغانستان د حکومت په استازيتوب د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله پيغام ته اشاره وکړو.

ښاغلي عبدالله په هغه اعلاميه کې چې اجرائيه رياست نن خپره کړې ويلي چې د زلزلې په پېښه کې د خلکو د مړينې او ويجاړيو له کبله خواشينى شوى دى.

اجرائيه رئيس د افغان حکومت او افغانانو په استازيتوب د قربانيانو له کورنيو، د ايران او عراق له حکومتونو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د زلزلې ټکانونه د ايران په پلازمېنه تهران، د عراق په پلازمېنه بغداد، دغه راز ترکيه، اسرائيل، کويت او نورو شا و خوا سيمو کې احساس شوي دي.

په ايران کې تر دې مخکې هم زورورو زلزلو زيانونه او مرګ ژوبله اړولې ده.

په ٢٠٠٣میلادي کال د ريښتر په کچه ٦ اعشاريه ٦ درجې زلزلې د ايران تاريخي ښار بم ويجاړ کړى و او ٢٦ زره کسان يې وژلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG