د لاسرسي ځای

د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو سره د دوی پر جوهري تړون چې په ۲۰۱۵ م کال کې شوی و، د بیا مذاکراتو کولو خبره ورته د منلو وړ نه ده.

دا له هغه وروسته ده چې د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون سیمې ته د سفر پر مهال وویل: دا مهمه ده چې د تهران سره د توغندیو د پروګرام په اړه په خپل دریځ ولاړ پاتې شي.

د ايران د بهرنيو چارو وزرات وياند بهرام قاسمي پرون مهر په نوم نیمه سرکاري خبري اژانس سره خبرو کې وويل چې د فرانسې مشرانو ته يې څو واري دا خبره کړې چې په ايټمي تړون نورې خبرې اترې نشي کيدای.

ده زياته کړه فرانسې ته معلومه ده چې دوی د خپل هيواد په دفاعي معاملاتو هیڅ قسمه معامله نه کوي.

د فرانسې ولسمشر خليج ته د سفر پرمهال په ايران تور لګولی و چې د يمن حوثي ياغيانو ته يې بېلېسټېک مزايل ورکړي چې ياغيانو تيره اونۍ په سعودي عرب داغلي وو.

ولسمشر وويل چې له تهران سره دمېزایلو د پروګرام په اړه خبرو اترو ته اړتيا ده.

XS
SM
MD
LG