د خيبر ایجنسۍ په جمرود کې په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو په حق کې سیاسي غونډه نن کیږي.
د تحریک فاټا اصلاحات منتظمینو مشال ریډیو ته ویلي دي چې دا سیاسي غونډه د قبایلي ځوانانو د جرګې د سیوري لاندی کیږي.
دوي غوښتنه کوي چې په قبایلي سیمو کې د اصلاحات عملي شي ، قبایلي سیمو ته دې د سپریم کورټ او هايي کورټ د واک اختیار وغزول شي او قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا ورګډې کړل شي.
بل خوا د پیښور په نشترهال کې هم یوه غونډه کیږي چیرته چې به ؛قبایلي سیمې ، یوه ځانله صوبه ؛ په نوم د تحریک د پیل اعلان کیږي.
د تحریک مشران وايي چې باید د قبایلي سیمو ځانګړې حیثیت پر خپل ځاي وساتل شي او دا یوه ځانله صوبه وګرزول شي.