د لاسرسي ځای

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ویلي، امریکا یې د هېواد اصلي دښمن دی او تهران به د ۲۰۱۵ز کال د اټومي موافقې په اړه د امریکا فشار و نه مني.

نوموړي د پنجشنبې پر ورځ د زده کوونکو یوې غونډې ته په وینا کې وویل،امریکا په هره معنا، اصلي او بد دښمن دی.

خامنه يي وویل، تهران باید د خپل دفاعي ځواک پیاوړي کولو ته دوام ورکړي.

د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د اټومي تړون په نتیجه کې ایران د خپلو اټومي فعالیتونو پر محدودولو سلا شوی وو چې په بدل کې یې ورباندې نړیوال اقتصادي بندیزونه نرم شول.

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره میاشت د دې توافق له تصدیقولو انکار وکړ او پر تهران یې تور پورې کړ چې موافقې ته وفاداره نه دی.

XS
SM
MD
LG