د لاسرسي ځای

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، هېچا ته د راتلونکي کال د پارلېماني انتخاباتو د ګډوډولو اجازه نه ورکوي.

د انتخاباتو کمېسیون ویاند ګلا جان عبدالبديع صیاد بېګا مشال راډیو ته وویل، د ۲۰۱۸ز کال په جولای کې د پارلېماني انتخاباتو چارې د ملي امانت په توګه پر مخ وړي.

ده وویل، سیاسي ډلې او سیاستوالان دې خپل مشکلات له حکومت سره هواري کړي ځکه دا مسلې دوی پورې اړه نه لري.

نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته وکړې چې د افغانستان ځېنو سیاستوالانو، ډلو، د بلخ والي عطا محمد نور او د ولسي جرګې ځېنو غړو د انتخاباتي کمېسیون پر چارو د شک څرګندونه کړې او دعوه یې کړې چې پکې ځېنې بې تجربې کسان کار کوي.

XS
SM
MD
LG