د لاسرسي ځای

"افغانستان دې د پاکستانیو ډپلوماټانو امنیت باوري کړي"


د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن

د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن پر افغانستان غږ کړی دی چې هلته دې د پاکستانیو ډپلوماټو امنیت باوري کړي.

ولسمشر ممنون حسېن دا خبره د سېشنبې په ورځ په اسلام اباد کې کړې او ویلي یې دي چې پاکستان په افغانستان کې امن غواړي.

پاکستاني ولسمشر زیاته کړې ده چې افغانستان باید په دې لړ کې پر اسلام اباد باور وکړي.

بل پلو افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان له وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره پر ټلیفون غږېدلی او د پاکستاني ډپلوماټ پر وژل کېدو یې ور سره غمرازي کړې ده.

د پاکستاني وزیراعظم دفتر پر خپله ویب پاڼه په یو بیان کې ویلي چې شاهد خاقان عباسي افغان ولسمشر ته ویلي چې افغان حکومت دې په دې جرم کې ککړ کسان ونیسي او سزا دې ورکړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې افغان ولسمشر اشرف غني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته باور ورکړی چې دوی به د دې پېښې کره پلټني کوي او ککړو کسانو ته به سزا ورکوي.

تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنیف اتمر هم له خپل پاکستاني سيال ناصر جنجوعه سره پر ټلیفون غږېډلی وو او د ترهګرۍ پرضد مبارزه یې ورسره خبرې کړې وې.

د افغان او پاکستانیو مشرانو ترمنځ دا رابطې له هغه وروسته دي چې د نومبر پر شپږمه نېټه د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز کې نامالومه وسله والو د نیر اقبال راڼا په نامه یو پاکستانی ډپلوماټ په ډزو وواژی.

نیر اقبال راڼا د اکتوبر پر ۷ مه نېټه په اسلام اباد کې خاورو ته وسپارل شو. چا هم د هغه د وژلو زمه واري ونه منله.

XS
SM
MD
LG