د لاسرسي ځای

پاکستان او ايران پر دې سلا شوي دي چې خپله خاوره به د یو بل ضد استعمال ته نه پرېږدي.

د پاکستاني پوځ د عام اړيکو څانګې آی ایس پي ار په یو خبرپاڼه کې ویلي چې دا هوډ د پاکستاني پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د ايران د دفاع وزير امير حاتمي ترمنځ په تهران کې د لیدو کتو پر مهال شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو مشرانو د خپلو هېوادونو پر خپل منځي دفاعي مرستو او استخباراتي تبادلو هم اتفاق کړی دی.

جنرال قمر جاوید باجوه امير حاتميته ویلي چې د ده په وینا، د پاکستان او ايران پوله د امن او دوستۍ پوله ده او دا به غلط استعمال ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG