د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراق په کرکوک کې غبرګو بمي چاودنو شپږ تنه وژلي


د عراق په شمالي ښار کرکوک کې دوو بمي چاودنو شپږ تنه وژلي او لسګونه نور کسان‌یې ټپیان کړي دي.

د دواړو بمي چاودنو هدف په کرکوک کې د شیعه ملېشو دوه مرکزونه وو.

لومړی له چاودېدونکو توکو ډک موټر د شیعه‌ګانو د مرکز په دروازه کې چاودېدلی دی او وروسته یوه انتحاري حمله کوونکي د مرکز په ودانۍ کې ځانمرګی برید ترسره کړی دی.

کرکوک ښار تېره اوونۍ عراقي پوځیانو له هغو پېشمرګه کُرد ځواکونو ونیوه چې ځان د داعش یا اسلامي ډلې اصلي ماتوونکي بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG