د لاسرسي ځای

د یمن پولي ته نږدې د سعودي عرب د یوې هېلیکوپټرې د نسکورېدو په پېښه کې د دغه هېواد د یوه شهزاده په ګډون لږ تر لږه ۸ نور جګپوړي حکومتي چارواکي وژل شوي دي.

د سعودي عرب په دولتي رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو له مخې دغه هېلیکوپټر د دوشنبې په ورځ سهار د یمن پولې ته نږدې نسکور شوی چې په نتیجه کې یې د دې هېواد د پخواني ولیعهد مقرن‌ السعود زوی او د عسیر ولایت مرستیال والي شهزاده منصور بن مقرن هم وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې، مقرن‌ السعود د سعودي عرب د استخباراتي ادارې پخوانی مشر و او د دې هېواد پخوانی ولیعهد و.

که څه هم دغو رسنیو په دغې پېښه کې د شهزاده منصور بن مقرن د وژل کېدو پخلی کړی، خو تر دې دمه‌ یې لا د نورو وژل شویو کسانو د هویت او د هلیکوپټر د نسکورېدو د لامل په اړه تفصیلات نه‌دي ورکړي.

ارشیف
ارشیف

سعودي عرب له تېرو څو کلونو راهیسې په یمن کې د حوثي قبایلو پر ضد د جګړې لپاره د جوړ شوي نړیوال ائتلاف مشري پر غاړه لري.

سعودي چارواکو تېره ورځ د یمن لخوا د عربستان پر ریاض ښار د یوه توغندیز برید د شنډولو خبر ورکړی و.

په سعودي عرب کې دغه هلیکوپټره په داسې وخت کې نسکوره شوې چې د دې هېواد فساد ضد ادارې تېره ورځ د فساد د تورونو له امله ګڼ شهزاده‌ګان نیولي دي.

د یادونې وړ ده چې د فساد ضد ادارې له‌خوا په نیول شویو شهزاده‌ګانو کې شهزاده ولید بن طلال هم شامل دی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG