د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په بلوڅ سيمو کې ورځپانې نه وېشل کېږي"


"په بلوڅ سيمو کې ورځپانې نه وېشل کېږي"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د بلوڅ بېلتونپالې وسله والې ډلې بلوچستان ليبرېشن فرنټ تر دړکو وروسته د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د کوټې په ګډون د صوبې په نورو برخو کې ورځپاڼې و نه وېشل شوې. بلوڅ وسله والې ډلې شکايت کوي چې د بلوچستان ورځپاڼې د دوی دريځ نه چاپوي خو د حکومت دريځ ته زيات ځای ورکوي. د ورځپاڼو مالکان وايي چې د عدالت او حکومت په حکم د هېڅ يوې وسله والې ډلې دریځ نه شي چاپولی. د اخبارونو د نه وېش اوس نهه ورځې پوره شوي دي، پوښتنه دا ده چې ايا اوس هم د صوبې په ټولو برخو کې اخبارونه نه وېشل کېږي که څنګه؟ دا پوښتنه عبدالحي کاکړ له کوټې د چاپېدونکې قدرت ورځپاڼې له مدير ظفر خان اڅکزي کړې ده؟

XS
SM
MD
LG