د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د پټرولیم مصنوعاتو نرخونه پورته کړل


حکومت د نومبر مياشتې لپاره د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې پنځه روپۍ او ۱۹پېسې اضافه کړې ده.

د پاکستان د تېلو او ګېسو انتظامي ادارې د سېشنبې په ورځ ویلي چې د پټرولو په نرخ کې دوه روپۍ ۴۹ پېسې، د ډيزلو په نرخ کې پنځه روپۍ ۱۹ پېسې او د خاورو تيلو یا ګاسلېټو په نرخ کې پنځه روپۍ اضافه کړل شوې ده.

په نرخونو کې له دې اضافې سره اوس د پټرولو یو لیټر په ۷۶ روپۍ، ډيزل په ۸۴.۵۹ او د خاورو تيل په ۵۳.۱۹ روپۍ ټاکل شوی دی.

تېره مياشت هم حکومت د پټرولو او ډيزلو په نرخ کې دوه دوه روپۍ او د خاورو د تيلو په نرخ کې څلور روپۍ اضافه کړې وه

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG