د لاسرسي ځای

تازه خبر

'طالبان دې د کابل امریکایي پوهنتون استادان خوشې کړي'


په کابل کې امریکایي پوهنتون له وسله والو طالبانو په کلکه وغوښتل چې د دې پوهنتون یرغمل شوي دوه استادان ژر خوشې کړي.

دغه پوهنتون په یوه خپاره کړي بیان کې، دغه غوښتنه وروسته تردې کړې چې طالبانو د یوه یرغمل استاد کیوین کینګ روغتیایي وضعیت خراب بللی دی.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امریکایي تبعه کیوین کینګ د زړه په ناروغۍ اخته شوی او یو ځل بیا یې د هغه د ازادولو لپاره پر خپلو شرطونو ټینګارکړی دی.

په افغانستان کې امریکایي پوهنتون د ښاغلي کینګ د روغتیایي وضعیت پر خرابېدو د خفګان څرګندونو ترڅنګ ویلي چې دواړه استادان بې ګناه دي او دې هېواد ته یوازې د دې لپاره راغلی و چې افغان ځوانان وروزي او د سولې له ټینګېدو سره مرسته وکړي.

وسله والو طالبانو د تېر میلادي کال په اګست میاشت کې د دې امریکايي پوهنتون دغه استاد له یوه استرالیایي استاد تیموتي ویکس سره تښتولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG