د لاسرسي ځای

تازه خبر

'چابهار د افغانستان، جنوبي او منځنۍ اسیا په ګټه دی'


افغان حکومت په دې باور دی چې له چابهار بندره ګټه اخېستنه نه یوازې د افغانستان، بلکې د جنوبي او منځنۍ اسیا له ټرانزیټ سره هم مرسته کوي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو شورا له غونډې مخکې رسنیو ته خبرې کولې، وویل چې د چابهار بندر له لارې ډېر ژر د هند مرسته افغانستان ته رسېدونکې ده او د دې بندر فعالېدل یې یوه ګټور ګام وباله.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې په یو لاک ۱۰ زره ټنو غنمو بار د هند د وړیا مرستو بېړۍ چې له افغانستان سره یې کوي په یکشنبه د هغه هېواد له کندلا بندره د ایران چابهار بندر ته خوځېدلې ده. دغه غنم به وروسته په لاریو کې افغانستان ته ولېږدول شي.

د چابهار بندر کابل او نوی ډیلی نږدې کړل

د افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزیرانو په یکشنبه د یوه ویډيويي کنفرانس له لارې، دغه لړۍ رسماً پیل کړه.

د هند بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج وویل چې افغانستان ته د چابهار بندر له لارې د غنمو لېږد د هند، افغانستان او ایران ترمنځ د غونډو او خبرو پایله ده چې د سیمې د سوداګرۍ پراختیا غواړي.

تهران، کابل او نوي ډیلي په ۲۰۱۶م کال د چابهار بندر پرانېست او هند ژمنه وکړه چې د دغه بندر په پراخولو به ۵۰۰ میلیونه ډالر لګوي.

یوه اوونۍ کې د هند او افغانستان د ۲۵۰ ميلیونو ډالرو سوداګري

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د ځمکې له لارې افغانستان ته د هندي او هند ته د افغان صادراتو مخه د ستونزو په جوړولو سره ډب کړې او افغانستان هم ګواښ کړی چې که پاکستان له خپل دغه دریځه په شا نه شي، منځنۍ اسیا ته به د هغه هېواد د مالونو په لېږد بندیز ولګوي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د چابهار بندر پرانېسته د افغانستان لپاره ستره اقتصادي ګټه بولي او وايي چې په دې سره به افغانستان د پاکستان د ټرانزیټ له تکیې ازاد شي.

له دې ډلې محمد بشیر دودیال ازادي راډيو ته وویل:

"دا د افغانانو لپاره یو ښه زیری شو چې موږ اوس په بهرنۍ سوداګرۍ کې د یوه یا دوو هېوادونو له انحصاره خلاص شوي یو، یانې موږ اوس ډېرې لارې په مخ کې لرو او هیله شته چې د چابهار بندر که په بشپړ ډول د کراچې له بندر سره نه شي پرتله کېدلی، نو لږ تر لږه یوڅو فیصده اړتیاوې به مو له دې بندره پوره شي."

که څه هم یو شمېر افغان سوداګر وېره لري چې د ایران او افغانستان د اوبو په سره لانجې ته په کتو فکر کېږي چې په اوږمهالي کې شاید ایران هم په چابهار بندر کې ستونزې جوړې کړي، خو ښاغلی دودیال وايي، په دې بندر کې د ایران پراخې اقتصادي ګټې نغښتې دي او فکر نه کوي چې دا هېواد به په راتلونکې کې د افغان ټرانزیټ مخه ډب کړي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG