د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په بیونس ایرز کې پر یهودانو برید ایرانیانو نه وو کړی'


د ارجنټینا پخوانۍ ولسمشرې کرېستینا فرناندېز دي کېرچنر په ۱۹۹۴ز کال کې په بیونس ایرز کې د یهودانو پر ټولنه په برید کې د ایرانیانو د ککړتیا پټولو تور رد کړی دی.

نوموړې د پنجشنبې پر ماښام له عدالته تر وتلو وروسته وویل، پر دې لګېدلي تورونه بې مانا دي.

دې پر ولسمشر ماوریسیو مکري تور پورې کړ چې د اپوزیشن عدالتي ځورونه کوي.

فرناندېز له ۲۰۰۷ز تر ۲۰۱۵ز کال پورې د ارجنټینا ولسمشره وه او قاضي ته یې خپل لیکلی بیان ورکړ.

عدالت پر دې او ۱۴ سلاکارانو او ملګرو یې د دې تور پلټنې کوي چې ایا د هغه هېواد په بدترین ترهګر برید کې د ایرانیو چارواکو د مشکوکې ککړتیا د پټولو هڅه یې کړې وه او که نه؟

د یهودانو پر ټولنې په برید کې ۸۵ کسان وژل شوي ول. پر فرناندېز تور دی چې په ۲۰۱۳ز کال کې یې له ایران سره داسې موافقه لاسلیک کړه چې په هغه مرګوني برید کې پر ککړو ایرانیو چارواکو د ارجنټینا پر ځای په خپل هېواد کې د مقدمې چلولو اجازه ورکوي.

فېډرالي څارنوال وايي، دا کار یو جنايي پلان دی چې هغو ایرانیانو ته له مقدمې څخه برات ورکوي چې پر نړیوال کچ یې د نیولو امرونه خپاره شوي دي.

دا موافقه وار له مخه غیر اییني بلل شوې او هېڅکله نافذه نه شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG