د لاسرسي ځای

د کندهار سوداګرو د کسټم محصول زیاتولو په غبرګون پاکستان ته د تازه مېوو لېږد یا برامد بند کړی دی.

د کندهار سوداګرۍ خونې مشر نصر الله ظهیر د پنجشنبې مازیګر مشال راډیو ته وویل، دوی په دې اړه له افغان حکومت او په کابل کې له پاکستاني سفارت سره خبرې کړې دي.

دی وايي، هغوی ورته د کسټم یا ګمرک د کمولو ډاډ ورکړی دی.

ظهیر وايي، پاکستان به پخوا د یو ټن انارو په سر له سوداګرانو څخه شپږ زره روپۍ اخېستې خو ناڅاپه یې دا پیسې ۱۵ زره کالدارو ته لوړې کړې.

نوموړی زیاتوي، سږ کال افغان سوداګرو پاکستان ته اته نیم زره ټنه انار او اووه نیم زره ټنه انګور لېږدولي (برامد) کړي دي.

XS
SM
MD
LG