د لاسرسي ځای

د انډونيزيا چاوراکي وايي، د اورلوبې په کارخانه کې د اورلګېدو له کبله ۴۶ کسان وژل شوي او يو شمېر نور تپيان شوي دي.

اور د پلازمينې جکارتا په ختيځ کې په صنعتي ودانۍ کې د زيارت په ورځ سهار وختي ولګېد.

وروسته اور وژونکيو اور مړکړ او چارواکي له ودانۍ د اغېزمنو کسانو د را اېستلو په کار بوخت دي.

د جکارتا د پوليسو د جنايتي جرمونو څانګې مشر نيکو افنتا ځايې ټيلي ويژن ته ويلي چې دوی د ۴۶ مړي را اېستلي دي.

نوموړي زياته کړه چې په کارخانه کې ۱۰۳ کسانو کار کولی چې پکې ۴۳ ټپيان دي چې په درې بېلا بيلو روغتونو کې يې درملنه روانه ده.

يو اوروژونکي ويلي چې سوځول شوي کسان نه پېژندګولو وتلي دي.

XS
SM
MD
LG