د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکي او عراق وايي د قرارۍ راستو لپاره یوموټي دي


د ترکیې او عراق مشرانو ویلي دي اماده دي چې په سیمه کې د جګړې او بیقرارۍ پای ته رسولو لپاره مرستې نورې هم قوي کړي.

په انقره کې یوې خبرې غونډې ته د وینا په وخت د عراق وزیراعظم حیدرالعبادي وویل، موږ د یوې داسې سیمې برخه یو چې جنګ او بیقرارۍ ځپلې ده او اوس وخت دې چې د جګړو پای ته د رسولو لپاره مرستې وشي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان وویل د هغه هېواد خواهش لري چې عراق د بربادۍ د ایرو نه یو ځل بیا سر وچت کړي.

نوموړي ژمنه وښودله چې ترکیه به په سیمه کې د سولې او قراري لپاره مرسته کوي.

په تیرو وختونو کې د دواړو مشرانو تر مینځ اړیکې ښه نه وې خو ولې اوس داسې ښکاري چې دواړه د کردانو له خوا د خپلواکۍ د ریفرنډم په مخالفت کې یو ځای شوي دي.

ترکیه ویره لري چې په عراق کې د کردانو مشرانو له خوا د خپلواکۍ ګټلو هڅې به په ترکیه دننه بیلتون پالۍ له وده ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG