د لاسرسي ځای

د امریکا د قامي سلامتۍ سلاکار مکمسټر ویلي دي چې په مینځني ختیځ کې د قراري لپاره باید په عراق، شام او ټوله سیمه کې د ایران منفي اغیز له مینځه یوړل شي.

د پنجشبنې پر ورځ له الحره ټیلي ویژن سره د دیوې مرکې په وخت نوموړي زیاته کړه په سیمه کې د هر چا لپاره مهمه ده چې د ایران او د دغه هېواد د لاس پوسو منفي اغیز راکم کړي.

د مېکماسټر بیان په یو داسې وخت کې مخې ته راغلې دی چې له وړاندی په بیقراره مینځني ختیځ کې د هېوادونو تر مینځ اړیکې ترینګلی دي.

په شام کې د امریکا په مرسته ځواکونه د اسلامي دولت له وسله والې ډلې سره د جګړې په اخیري پړاو کې دي، په شام کې شپږ کلنۍ کورنۍ جګړه غځیدلې ده، په عراق کې کرد مشرانو د خپلواکۍ ریفرنډم ترسره کړی دی، په یمن کې شیعه باغیان د حکومت پر ضد په جګړه بوخت دي او په لبنان کې حزب الله ډلې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

مېکماسټر وویل هغه ته په دې ټولو جګړو کې د تهران اثر ښکاري.

XS
SM
MD
LG