د لاسرسي ځای

امریکا وايي، د روهنجیا مسلمانو ضد په تشدد کې د برما له ښکیلو ادارو او چارواکو سره خپلې پوځې مرستې ختموي او په نورو ګامونو پورته کولو غور کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیتر ناورټ د دوشنبې پر ورځ وویل،په نورو ګامونو کې د امریکا د هغه قانون تر لاندی هدفي بندیزونه شاملیدای شي چې له مخې یې د بشري حقونو خلاف ورزي کوونکو چارواکو ته سزا ورکول کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د برما له دغو چارواکو ضد له وړاندې په اخیستل شویو ګامونو کې د برما اوسنیو او پخوانیو پوځیانو سفري مراعات ختمول شامل دي.

نوموړې زیاته کړه، د برما په راخېن ریاست کې د وروستیو پېښو له روهنجیا او نورو ټولن خلکو سره ناوړه چلند په اړه اندیښنې څرګندوي.

د روهنجیا وسله والو د حملو وروسته دې تیرو اوونیو کې د پوځي عملیاتو پر مهال د برما څلورو لاکو څخه زیات روهنجیا مسلمانان بنګله دیش ته اوښتې دي.

XS
SM
MD
LG