د لاسرسي ځای

سي ای اې افغانستان کې ماموریت پراخوي


یو رپورټ وايي، امریکايي استخباراتي اداره (سي ای اې) په افغانستان کې خپل ماموریت پراخوي.

د یکشنبې یا اتوار پر ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې یو رپورټ خپور کړ چې پکې راغلي، سي ای اې غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو د لوړپوړو کسانو لټون او وژنه هم په خپلو پټو عملیاتو کې شامل کړي. دا رپورټ د ناڅرګنده امریکايي چارواکو له خولې وايي، د دې کار لپاره سي ای اې د نیمه پوځي ځواک د مسلکي چارواکو او قراردادیانو وړې ډلې جوړوي چې هغوی به له افغان امنیتي ځواکونو سره همکاري کوي.

خپله سي ای اې پر دې موضوع له څه ویلو انکار کړی.

کابل هم لا دې رپورټ ته غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG