د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایرانۍ ملېشې دې له عراقه ستنې شي: ټېلرسن


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن ویلي، وخت راغلی چې په عراق کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) پر ضد د ایران په ملاتړ جنګېدونکي وسله وال خپلو کورونو ته ستانه شي او عراقیانو ته دې موقع ورکړي چې د خپل هېواد امنیتي چارې خپله پر مخ یوسي. ټېلرسن د یکشنبې پر ورځ له خپل سعودي سیال عادل الجبیر سره په ریاض کې ګډې خبري غونډې ته وویل، په عراق کې د داعش خلاف جګړه په ختمېدو ده نو هلته جنګېدونکې ایراني ملېشې دې ستنې شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تر سعودي مخکې قطر ته هم ورغی او له پاکستانه علاوه هند ته هم ورځي.

د ده د خلیج عربي هېوادونو سفر د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو هڅو برخه ده چې هغه یې د ایران د یوازې کولو لپاره کوي ځکه چې واشنګټن پر تهران په منځني ختیځ کې د ګډوډۍ تور پورې کوي.

ایران په بیا بیا دا تور رد کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG