د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په افغانستان کې وروستۍ حملې وغندلې


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو بریدونو پر مهال د وژلو شویو کسانو په غم کې ځان شریک بولي.

په بيان کې راغلي چې پاکستان د هر قسمه ترهګرۍ غندنه کوي او افغان ولس او حکومت سره په دي جګړه کې ولاړ دی.

په کابل کې د خالي په ورځ د پوځي پوهنتون پر محصلانو ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي وو.

د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري مشال راډيو له وويل چې د مارشل فهيم دفاعي پوهنتون محصلانو د روزنې وروسته د ستېندو په حال کې وو، چې پري ځانمرګی بريد وشو.

وسله والو طالبانو د خالي د ورځې بريد ذمه واري منلې ده. بلخوا افغان ولسمشر له دفتره په خپور شوي بيان کې د بريد غندنه شوې او ويل شوي چې ترهګرو په جګړه کې ماتي خوړلې ده.

کابل او نور ولایتونه په تېرو پنځو ورځو کې د بېلابېلو بریدونو شاهدان وو چې پکې څه باندې ۲۰۰ کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG