د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروېز خټک پېښور کې د مېټرو بس پروژې پرانیسته وکړه


د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک په پېښور کې د مېټرو بس سروس د پروژې پرانیسته کړې ده.

د ټرانسپورټ صوبايي وزیر شاه محمد وزیر د پنجشنبې پر مازیګر د پرانیستې تر مراسمو وروسته مشال راډیو ته وویل، د اسیا پرمختیايي بانک په مرسته د دې بس پروژه به په شپږو میاشتو کې بشپړه شي.

ده وویل، خلک به هره ورځ د شاوخوا ۳۰۰ بسونو په وسیله له څمکنیو څخه تر حیات اباده سفر وکړای شي.

کله چې د پرانیستې مراسم روان ول نو د پېښور ټرانسپورټرانو احتجاج وکړ او و یې وویل چې د بس سروېس پیل به زرګونه ځايي ټرانسپورټران بېروزګاره کړي.

خو اعلا وزیر پروېز خټک وايي، هغوی ته د روزګار متبادلې لارې لټوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG