د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غزني چارواکي وايي د اندړو ولسوالۍ نیولو کېدو هڅه یې شنډه کړې


د غزني چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو له لوري یې د اندړو ولسوالۍ د نیولو هڅه شنډه کړې ده.

د والي ویاند محمد عارف نوري بېګا مشال راډیو ته وویل، طالبانو له څو ولایتونو څخه خپل وسله وال اندړو ته ورټول کړي ول او وسلې یې وروړې وې چې ولسوالي ونیسي خو افغان ځواکونه یې پر ضد وجنګېدل.

ده وویل،ولسوالي د حکومتي ځواکونو تر واک لاندې ده.

تر دې مخکې د اندړو ولسوال محمد قاسم دیسیوال ویلي ول چې په ولسوالۍ کې درنه جګړه روانه ده.

د سې شنبې یا نهې پر ورځ وسله والو طالبانو په همدې ولسوالۍ کې له ۳۰ څخه زیات امنیتي سرتېري ووژل.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG