د لاسرسي ځای

“ کاناډايي کورنۍ پينځه کاله په پاکستان کې وه ”


د امريکا د استخباراتي ادارې مشر مایک پامپېو

د امريکا د استخباراتي ادارې - سي ايی اې – مشر مایک پامپېو وايي هغه کاناډايي کورنۍ چې تیره اونۍ په کرمه ایجنسۍ کې له وسله والو خلاصه کړل شوه ، طالبانو پنځه کاله په پاکستان کې ساتلي وه.

مایک پامپېو دا څرګندونه د پنجشنبې په مازیګر په واشنګټن کې د جمهوري هېوادونو د دفاع یوې څېړنیزې ادارې ته د وینا پر وخت وکړې ده.

مایک پامپېوویلي ، تیره اونۍ د هغه څلورو امريکايي وګړو په خلاصون سره موږ لويه نتيجه (بریا) تر لاسه کړه ، چې له تیرو پنځو کالو راهیسې په پاکستان کې ساتل شوي وو.

جوشوا او د هغه امريکايي ميرمن کيتلين کولمن په ۲۰۱۲م کال کې په افغانستان کې وسله والو تښتولي وو.

د پاکستان پوځ د اکتوبر پر ۱۳مه وویل چې په کورمه قبايلې سيمه کې یې د وسله والو پرضد د عملیاتو پر وخت دا کورنۍ راخوشي کړې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارات ویاند نفېس زکریا له هغه وروسته وویل چې د امریکا لخوا د استخباراتي مالوماتو پر بنیاد د پاکستان د پوځ ځانګړو ځواکونو دا کورنۍ وژغورله.

پامپيو وويل هېواد یې له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي چې طالبان د سولې خبرو ته کښېنوي خو تر دې مخکې پاکستان باید دې ډلې ته پر خپله خاوره ځای ورنکړي.

نوموړي زياته کړه چې تر څو طالبان د قبایلي سیمو له لارې پاکستان ته تګ راتګ کوي او پټنځایونه لري ، د سولې خبرې تر هغو نتیجه نه ورکوي.

مایک پامپېو په افغانستان کې د سولې راوستلو په لړ کې د پاکستان رول ته په اشاره وویل ، “ تاریخ ښيي چې له پاکستانه ډېره کمه توقع ده چې هغه هېواد به د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې [له امریکا سره همکارۍ] ته لېوالتیا وښيي”.

هغه وویل ، “ زموږ استخبارات هم دا راښيي چې موږ باید له پاکستان سره جدي خبرې وکړو.

د مایک پامپېوپه وینا ، د وسله والو ازادانه تګ راتګ او په پاکستان کې پټنځایونه لرل، په افغانستان کې د ولسمشر [ډونلډ ټرمپ] د هغو اهدافو مخې ته خنډ دي چې هغه یې تر لاسه کول غواړي.

نوموړي زیاته کړې چې د دې موخو ترلاسه کولو لپاره د امریکا دنده دا ده چې په پاکستان کې د وسله والو پټنځایونه ختم کړي.

امریکايي چارواکي له اوږدې مودې راهیسې پر پاکستان نیوکې کوي چې افغان طالبانو او حقاني شبکې ته یې پټنځایونه ورکړي دي.

د امریکا دا دریځ د اګست پر ۲۱مه نېټه له هغه وروسته لا څرګند شو چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه خپله نوې تګلاره اعلان کړه.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ پاکستان ته خبرداری ورکړ چې نور نو د ده په وینا ، دا خبره د زغملو نه ده چې پاکستان دې پر خپله خاوره هغو ترهګرو ته پټنځایونه ورکړي چې امریکا یې نه یوازې پرضد جګړه کوي بلکې د ځپلو لپاره یې پاکستان ته په اربونو ډالر هم ورکړي دي.

پاکستان د امریکا دا تورونه رد کړل چې ګواکې د افغان طالبانو او حقاني شبکې په ګډون نورو وسله والو ډ‌لو ته یې پر خپله خاوره پټنځایونه ورکړي دي.

پاکستان وايي ، دوی په خپله د ترهګرۍ ښکاري او د ټولو ډلو پرضد بې له توپیره عملیات کوي.

XS
SM
MD
LG