د امریکا ملاتړ لرونکو ځواکونو ویلي چې دوی په شام کې له داعش څخه د رقې ښار په بشپړ توګه نیولی دی.خو د دوی په وینا ، لا هم په دې ښار کې د داعش د پاتې څو درځنه وسله والو پرضد درنه جګړه روانه ده.
دا ښار له مودې راهیسې د اسلامي دولت وسله والې ډلې داعش مهم مرکز ګڼل کېږي.
د امریکا ملاتړ لرونکي ځواکونه له تېرو څلورو میاشتو راهیسې پر دې ښار را ګرځېدلي وو.
د شام جمهوري ځواکونو ویاند طلال سیلو د سېشنبې په ورځ وویل، په رقه کې پوځي عملیات پای ته رسېدلي خو اوس یوازې د مایونو او پټ شوو وسله والو لټون روان دی.
په لندن کې مېشتې د شام د بشري حقونو ډلې هم ویلي چې د داعش وسله وال اوس په پوره توګه له رقه ښار څخه اېستل شوي دي.
بل پلو د امریکا پوځ ویلي چې دوی یوازې د دې پخلی کولای شي چې د رقې ښار ۹۰ فیصده برخه له داعش څخه بیرته نیول شوې ده.