د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ ډله ییز برید کې ۴۱ تنه وژل شوي


د سېشنبې پر سهار د پکتيا مرکز ګردېز د ۲۰۵ سپين غر زون، پکتيا امنيه قومانداني، خاص قطعې او عامه نظم په شريک قرول باندې د موټر بم بريد وشو چې وروسته له هغه نور ځانمرګي بريدګر خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره مخکې لاړل او د پکتيا امنيه قوماندانۍ په داخل کې يې بريدونه او مقاومت وکړ.

د پکتيا امنيتي چارواکو د پېښې څخه وروسته ژورنالېستانو ته ضد و نقيض راپورونه ورکړل.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي له پېښې وروسته په ۱۱ نيمې بجې د پکتيا ملکي ولايتي سل بستريز روغتون کې خبريالانو ته په خبرو کې وويل چې د روغتون د لېسټ له مخې سلو کسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دی وايي:

"له بده مرغه بايد ووايم چې د اسلام او انسانيت دښمنانو يو وار بيا په ګردېز ښار کې يو ډېر بد او د کرکې وړ عمل ترسره کړ او په تأسف سره بايد ووايم، چې تر اوسه پورې مو اعداد او ارقام نه دي راټول کړي تر دې مهاله چې زه له تاسو سره غږېږم معلومات دا دي چې تر سلو پورې کسان شهيدان او زخميان لرو تر دې مهاله مو جلا کړي نه دي چې څومره يې ملکي او څومره نظامي دي تقريباً ۱۵ تنه شهيدان او مطباقي زخميان دي، تلفات او زخميان مو اکثريت ملکي دي."

خو په شاوخوا درې بجې د پکتيا والي وياند عبدالله حسرت ازادي راډيو ته د ټیليفون پر ليکه ټول خبرونه ناسم وګڼل ويې ويل چې په دغه پېښه کې د ځانمرګو بريدګرو په ګډون ۶۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دی وايي:

"موږ ته چې تر دې مهاله له رسمي سرچينو کوم معلومات رارسيدلي دي په دې پېښه کې د اکثريت ملکي وګړو په ګډون تقريباً ۴۰ کسان زخميان دي د امنیه قوماندان په ګډون باندې ۱۲ تنه د شهادت خبر راکړل شوی او همدارنګه بريد پای ته رسېدلی او په دغه بريد کې ۱۱ تنه وسله وال هم وژل شوي دي."

دی دا نه وايي چې په دې بريد کې څومره ملکي وګړي څومره نظاميان موجود دي خو ژمنه کوي چې د معلوماتو تر بشپړېدو وروسته به رسنيو ته معلومات ورکړي.

د پکتيا عامې روغتيا رياست يو کارکوونکی او د ملکي روغتون يو رسمي ډاکټر چې نه غواړي نوم يې خپور شي ازادي راډيو ته معلومات ورکړل چې د بريد له ځایه دوی ته ۱۶۵ تنه زخميان، ۴۱ تنه مړي ور وړل شوي او دوی ډېر شمېر شديد زخميان د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندانۍ روغتون او کابل ته لېږلي دي.

د ده په خبره په دغه پېښه کې عام وګړي، پوليس، ماشومان او ښځې په زخمي حالت کې روغتون ته ور انتقال شوي وو چې دوی يې ډېر شمېر تر تداوي وروسته د سطحي ټپونو پر اساس کورونو ته هم لېږلي دي او ګڼ شمېر يې تر مراقبت لاندې دي.

په دغه پېښه کې د پکتيا امنيه قوماندانۍ ته مخامخ د تېلو پمپونه، د عريضه ليکونکو غرفې، د پنچرۍ دوکانونه او هر څه له منځه تللي او نېږدې شاوخوا کورونو کې ورونه او ورسۍ مات شوي او تر لېرې ځايونو د بلند منزلونو، پوهنتون ته د بلاکونو ښېښې تويې شوې دي.

د نن ورځې د پېښې مسؤليت وسله والو طالبانو منلی او ګڼ شمېر پوليسو ته يې د مرګ ژوبلې ادعا کړې او ويلي يې دي چې په تکتيکي ډول يې دغه بريد کړی.

نېږدې څلور مياشتې وړاندې هم د پکتيا په همدغه قرول باندې د وسله والو طالبانو ځانمرګی بريد کړی وو چې وروسته تر شپږ ساعته جګړې په کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او په کې ۵ تنه ځانمرګي بريدګر هم وژل شوي وو.

راپور – داود تپان

  • پخواني معلومات:

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پکتیا په امنیه قوماندانۍ باندې د وسله والو طالبانو ډله ییزه حمله پای ته رسېدلې ده.

د دغه وزارت د مطبوعاتو په ریاست کې د مطبوعاتو مدیر عبدالجمیل نوري ازادي راډیو ته وویل چې په حمله کې ۷ انتحاریانو برخه درلوده چې دوو یې په موټر کې ځانونو ته چاودنې ورکړې او پاتې پنځه کسان له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

ښاغلی نوري زیاتوي چې په پېښه کې د پکتیا امنیه قوماندان توریالی عبدیاني له یو شمېر سرتېرو سره وژل شوی، خو د وژل شوېو او ټپيانو په اړه یې کره معلومات ورنه کړل.

د پکتیا د ملي روغتون کارکوونکي وايي چې په نننۍ حمله کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی.

  • پخواني معلومات:

د پکتیا ولایت چارواکي وايي، د دغه ولایت د امنیه قوماندان توریالي عبدیاني په شمول ۱۶ کسان په نننۍ حمله کې وژل شوي دی.

د پکتیا د چټک غبرګون د قطعې قوماندان رحم خدا مخلص ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی عبدیاني د نن سهار په ډله ییز برید کې لومړی ټپي شوی و او بیا یې په قول اردو کې ساه ورکړه.

اخوا د پکتیا د عامې روغتیا رئیس هدایت الله حمیدي د فرانسې خبري اژانس ته د ۱۵ مړو خبر تائید کړی دی.

له دې ډله ییز برید ۱۵۰ ټپيان هم ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، یوه وسله واله ډله چې په وسلو او انتحاري واسکټونو سمبال وو، د پکتیا امنیې قوماندانۍ ته څېرمه د ملي پولیسو پر روزنیز مرکز حمله کړې.

د پکتیا امنیه قوماندان توریالی عبدیاني په وسله واله حمله کې ووژل شو
د پکتیا امنیه قوماندان توریالی عبدیاني په وسله واله حمله کې ووژل شو

بیان زیاتوي چې لومړی یوه بریدکوونکي ځان د روزنیز مرکز د ودانۍ مخې ته والوزاوه او بیا نورو وسله والو پر مرکز حمله پیل کړه.

د کورنیو چارو وزارت وايي، اوس مهال دا سیمه د پولیسو د ځانګړو قطعو له خوا کلابنده شوې او دوه بریدکوونکي وژل شوي دي.

د حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی. د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې لسګونه پولیس وژل شوي دي خو افغان چارواکو د پېښې د تلفاتو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

  • پخواني معلومات:

د پکتیا په امنیه قوماندانۍ په دوو موټر بم چادونو او وروسته ډله ییزه وسله واله حمله کې شاوخوا ۱۵ کسان وژل شوي او۱۵۰ تنه نور ټپيان دي.

له ګردېزه د ازادي راډيو خبریال چې له روغتون څخه یې لیدنه کړې او هر څه یې په سترګو لیدلي وايي چې په مړو او ټپیانو کې ملکیان او سرتیري شامل دي.

یوې امنیتي سرچینې ازادي راډيو ته ویلي چې په په وژل شوېو کې د پکتیا امنیه قوماندان توریالی عبدیاني هم شامل دی.

لومړۍ چاودنه نېږدې لس بجې د یو هاموې ټانک بم په وسیله د امنیې قوماندانۍ په دروازه کې شوې او ورپسې بله موټر بم چاودنه په امنیه قوماندانۍ کې دننه شوې ده چې وروسته ډله ییزه وسله والو نښته رامنځ ته شوې ده.

په سیمه کې د افغان امنیتي سرتېرو او حمله کوونکو ترمنځ اوس هم جګړه روانه ده.

وسله والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخېستی.

  • پخواني معلومات:

د پکتیا امنیه قوماندانۍ باندې په دوو موټر بم چاودونو کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دغه ولایت کې یوې امنیتي سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په چاودنه کې د دغه ولایت امنیه قوماندان توریالی عبدیاني هم وژل شوی دی.

په ګردېز کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې له دوو موټر بم چاودنو وروسته یو شمېر وسله والو په امنیه قوماندانۍ کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل دي او ډزې اورېدل کېږي.

لومړۍ چاودنه نېږدې لس بجې د یو هاموې ټانک بم په وسیله د امنیې قوماندانۍ په دروازه کې شوې او ورپسې بله موټر بم چاودنه په امنیه قوماندانۍ کې دننه شوې چې وروسته ډله ییزه وسله والو نښته رامنځ ته شوې ده.

وسله والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخېستی.

  • پخواني معلومات:

په ګردېز ښار کې د امنیه قوماندانۍ مخې ته شېبه مخکې یوه درنه چاودنه شوې.

په پکتیا کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې له چاودنې وروسته په قوماندانۍ کې دننه ډزې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، یوه وسله واله ډله چې په وسلو او انتحاري واسکټونو سمبال وو، د پکتیا امنیې قوماندانۍ ته څېرمه د ملي پولیسو پر روزنیز مرکز حمله کړې.

بیان زیاتوي چې لومړی یوه بریدکوونکي ځان د روزنیز مرکز د ودانۍ مخې ته والوزاوه او بیا نورو وسله والو پر مرکز حمله پیل کړه.

د کورنیو چارو وزارت وايي، اوس مهال دا سیمه د پولیسو د ځانګړو قطعو له خوا کلابنده شوې او دوه بریدکوونکي وژل شوي دي.

د حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې لسګونه پولیس وژل شوي دي خو افغان چارواکو د پېښې د تلفاتو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

  • پخواني معلومات:

د پکتیا امنیه قومندانۍ مخې ته درنه چاودونه شوې ده.

په ګردیز کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې له چاودنې وروسته په امنیه قومندانۍ کې دننه ډزې روانې دي.

تراوسه د چاودنې د نوعیت او له امله یې د اوښتو تلفاتو په اړه کره معلومات په لاس کې نشته.
د پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی.

نور معلومات وروسته......

XS
SM
MD
LG