د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه چاودنې، د خرلڅۍ لار پر دویمه ورځ هم تړلې


د کورمې پولېټيکل انتظامیه وايي، د یکشنبې یا اتوار ورځې تر چاودنو وروسته یې د خرلڅۍ لار پر دوشنبه (ګل) هم د تګ راتګ لپاره تړلې ده.

د دې له کبله کورمې ته او افغانستان ته تلونکي لوی ګاډي ولاړ پاتې دي. یوه انتظامي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د خرلڅۍ لار یې د پوځ په امر تړلې. د اتوار پر ورځ په خرلڅۍ کې له امنیتي پوستې سره نېږدې په درو چاودنو کې د پاکستانیو امنیتي ځواکونو د یوه کپتان په ګډون، څلور سرتېري وژل شوي او درې ژوبل دي. تحریک طالبان پاکستان د حملو ذمه واري منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG