د لاسرسي ځای

د جمعيت علما اسلام (ف) له خوا د فاټا ځوانانو غونډه پیل شوې


په پېښور د جمعیت علما اسلام ف غونډه

د جمعيت علما اسلام فضل الرحمان ډلې له خوا د قبايلي سيمو ځوانانو کانفرس په پيښور ښار کې پیل شوی دی.

د ياد ګوند د اطلاعاتو سیکرټري عبدالجيلل جان رسنيو ته په ليږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د قبايلي سيمو ځوانانو کانفرس ته به د ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ، د قبايلي سيمو مشران او د پارليمان استازي ويناوې کوي.

د جمعيت علما اسلام فضل الرحمان ډلېله خوا دا غونډه د دې لپاره رابلل شوې ده چې د دوی په وینا ، د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په اړه د قبایلي سیمو د ځوانانو باور ترلاسه کړل شي.

تر دې وړاندې د یاد ګوند مشر مولانا فضل الرحمن قامی اسمبلۍ ته په وينا کې ويلي ول چې هر هغه څوک چې د فاټا اصلاحاتو په اړه احتجاجونه او دهرنې کوي هغوي دغه اصلاحات لانجمنول غواړي.

خو د قبايلي سيمو ځيني پارليماني استازو ويلي وو چې مولانا فضل الرحمن د شخصي ګټو لپاره د فاټا اصلاحاتو مخالفت کوي.

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ جمعيت علما اسلام او د محمود خان اڅکزي په مشرۍ پښتونخوا ملي عوامي ګوند غوښتنه کوي چې یا دې قبایلي سیمې بېله صوبه شي او یا دې هم تر هر ډول بدلون وړاندې د یو ټولپوښتنې له لارې د هغو سیمو له ولس څخه رایه واخیستل شي.

د پاکستان یو شمېر نور ګوندونه او د قبایلي سیمو ځینې مشران بیا غوښتنه کوي چې قبایلي سیمې دې زر تر زره په خیبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي.

هغوی د دې لپاره د اکتوبر پر نهمه نېټه په اسلام اباد کې احتجاج هم کړی وو چې وروسته یې له وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره پر یاده موضوع خبرې اترې شوې وې.

د احتجاج کوونکو یو مخکښ او له خیبره د قامي اسمبلۍ غړي شاه جي ګل اپرېدي مشال راډیو ته ویلي وو چې حکومت یې ټولې غوښتنې منلې دي خو په هم دې احتجاج کې شریکو ځینې نور مشران بیا د احتجاج له پایلو ناخوښه وو.

XS
SM
MD
LG