د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان حکومت او وسله والو مخالیفینو ترمنځ پر خبرو د پاکستان ټینګار


د پاکستان بهرنیو چارو سېکرېټرې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره یو وارې بیا د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د خبرواترو لپاره په سنجیده کوششونو ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو سېکرېټرېتهمینه جنجوعه دا خبره تېره ورځ د روس په سرښار ماسکو کې د افغانستان په اړه د شنګهای همکارۍ تنظیم د رابطه ډلې په یوه غونډه کې کړی ده.

د پاکستان بهرنیو دفتر په وینا چې د افغانستان په اړه دا غونډه د مرستیال بهرنیو چارو وزیرانو په کچه وه چې مشري یې د روس مرستیال بهرنیو چارو وزیر کوله.

بهرنیو دفتر خبر پاڼه زیاتوي چې د شنګهایې همکاریو تنظیم د رابطه ګروپ غړي هېوادونو د افغانستان په مشرې د سولې ملاتړ لپاره په طریقو او ذرایعو، له افغان حکومت سره د سولې او د ترهګرۍ د مخنیوي پروړاندې چېلنجونو او د سیمې اقتصاد او رابطو په اړه هم خبرې وکړي.

د دې رابطه ګروپ په غړي هېوادونو کې پاکستان، افغانستان، چین، روس، هند، قازقستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمانستان دي.

د شنګهایې همکاریو تنظیم د رابطه ګروپ بله غونډه به راتلونکی کال په بیجنګ کې کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG