د لاسرسي ځای

تازه خبر

کېلیفورنیا کې د انګورو ملوو ځنګله کې لګیدلي اور ۱۰ تنه وژلي


دغه اور چې د یاد ریاست په ناپا، سونوما او یوبا سیمو کې لګېدلی، تیزې سیلۍ ورته نور بوژ ورکړ چې له کبله یې نېږدې ۲۰۰۰۰ وګړي له سیمې تښتیدلو ته اړ شوي او په سلګونو کورونه او کاروبارونه یې هم ویجاړ کړي دي.

د کېلیفورنیا ګورنر جیري براون د دغه ریاست په شمالي برخه کې بېړنی حالت اعلان کړی دی. په یادو سیمه کې له انګورو د شرابو رااېستلو کارخانې دي.

د کېلیفورنیا ریاست د لویو لارو چارواکي وايي کومه سیمه کې چې اور لګېدلی هلته یې یوشمېر لارې د تګ راتګ لپاره بندې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG