د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د کېښتۍ له ډوبېدو ۱۲ روهنګیان وژل شوي'


د بنګله دېش ساحلي ساتونکي او چارواکي وايي، لږ تر لږه ١٢ تنه هغه وخت مړه او په لسګونو نور لادرکه شول چې د روهنيګيا کډوالو يوه کېښتۍ چې له برما څخه بنګله دېش ته روانه وه، په سيند کې نسکوره شوه.

د بنګله دېش د سرحدي ساتونکو يوه مقام عبدالجليل نن دوشنبه وويل، تېره شپه د کېښتۍ له نسکورېدو راهيسې ١٢ مړي ترلاسه شوي دي.

ده وويل په مړو کې ١٠ تنه ماشومان، يوه زړه ښځه او يو سړى شامل دي.

چارواکي وايي په دې کېښتۍ کې نېږدې ۱۰۰ کسان سپاره وو چې د بنګله دېش او برما يا ميانمار پر پوله د نف په نوم سيند کې ډوبه شوه.

پر برما په دغه هېواد کې چې اکثريت اوسېدونکي يې بودايان دي، د مسلمانانو په وړاندې د چلند له کبله نړيوال انتقادونه شوي دي.

د برما له راخين ايالت څخه تر څلور لکه ډېر روهينګيايان په وروستيو اوونيو کې بنګله دېش ته کډه شوي دي.

پر دوى د روهنيګيا افراطي وسله والو تر حملو وروسته د پوځ له خوا فشارونه زيات شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG