د لاسرسي ځای

ترکي او ایران په ګډه د کردستان ټولپوښتنه رد کړه


د ایران ولسمشر حسن روحاني له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره

په عراقي کردستان کې د ازادۍ لپاره د تیرې اونۍ تر ټولپوښتنه وروسته د ایران او ترکي ولسمشرانو ویلي ، د دې خبرې باوري کولو لپاره به ګامونه پورته کوي چې په سیمه کې د هیوادونو تر مینځ پولې پر ځاي پاتې شي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د چارشنبې په ورځ په تهران کې له خپل ترکي سیال رجب طیب اردغان سره یوې شریکې خبري غونډې ته د وینا پر وخت وویل ، له ترکي ، ایران او عراق سره د خپلو ستراتیژیکي اهدافو د خوندي کولو لپاره د جدي او اړینو ګامونو پورته کولو نه بغیر بله لار نشته.

کرد مشران وايي هغوي به د ټولپوښتنې پایلې د خپل ازاد ریاست جوړولو په غرض د مذاکراتو لپاره په کار راولي.

د ترکي ولسمشر رجب طیب اردغان په خپله وینا کې دا ټولپوښتنه غیرقانوني وبلله او زیاته يې کړه چې له اوسه به د دې پرضد پریکړه کوونکي ګامونه پورته کوي.

XS
SM
MD
LG