د لاسرسي ځای

د افغانستان ولسمشر اشرف غني کابل ته د پاکستان پوځ لوی درستیز د سفر په اړه د خپل هېواد له جهادي او سیاسي مشرانو سره د سلا مشورو لپاره غونډې پیل کړي دي.

له ارګه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې ولسمشر اشرف غني د سېشنبې په ورځ په ارګ کې د سیاسي او جهادي مشرانو یوې غونډې ته کابل ته د پاکستان د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د سفر د جزیاتو په اړه معلومات ورکړل.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له خولې ویل شوي چې د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو نوې ستراتېژي د سولې لپاره ګټوره ده.

په خبرپاڼه کې د ارګ د سې شنبې د ورځې د غونډې په اړه ویل شوي چې په دې غونډه کې راټولو شویو افغان مشرانو له پاکستان سره د مذاکراتو پیل مهم وباله او د دغو مذاکراتو د دوام تر څنګ‌ یې ټینګار وکړ چې په دې اړه ملي، سیمه‌ییزه او نړیواله ټولنه باید نوره هم پیاوړې شي.

XS
SM
MD
LG